هرات کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۴ ملکي وګړي ټپيان کړي

سيمه ييز چارواکي وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې څلور ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د هرات د والي وياند جېلاني فرهاد کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر د يادې ولسوالۍ سملان کلي کې هغه مهال شوې، چې يو سراچه ډوله موټر په خښ کړل شوي ماين وربرابر شو.