ارګ وايي، د اجراييه رييس په مشرۍ د پکتيا ولايت د وروستي تروريستي بريد څېړونکي پلاوي خپل راپور جمهور رييس ته وړاندې کړ.
له جمهوري رياسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني يو ځل بيا د پکتيا والي او د دغه ولايت ولسونو ته د تروريستي بريد له کبله د تسليت او غمشريکۍ ترڅنګ د ملي دفاع، کورنيو چارو، ښار جوړولو او ماليې وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دغه تروريستي بريد له کبله د زيانمنو شويو ودانيو د بيارغونې په برخه کې هر اړخيز بېړني اقدامات وکړي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه چې د دغه بريد د څرنګوالي په اړه د څېړونکي پلاوي موندنې څه وايي، څه نهدي ويل شوي.
خو د پکتيا چارواکي بيا په دې اړه د ۵ تنو مشکوکو نيول کېدو خبره کوي.
د ياد بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی.


