جمهور رييس غني د مخابراتي خدمتونو په ښه والي ټينګار وکړ

جمهور رييس غني هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
له ارګه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې جمهور رييس غني يادې څرګندونې پرون مازديګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کې وکړې.