کابل کې د يوه ترهګر بريد مخنيوی وشو

د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې امنيتي ځواکونو يو تن، چې غوښتل يې ترهګر بريد ترسره کړي نيولی دی.
له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، يو تن چې په بايسکل کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو، غوښتل يې د کابل چهاراسياب ولسوالۍ کې چاودنه ورکړي.