کابل ښار کې د لاسي بمونو د غورځېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ښار کې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د لاسي بمونو د غورځولو په پايله کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، چې دغه چاودنه د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې سپين زر هوټل ته نږدې شوې ده.
مجاهد زياته کړه، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.