کابل ښار کې تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې د لاسي بمونو د غورځولو په پايله کې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنيې قومندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، چې دغه چاودنه د دويمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې سپين زر هوټل ته نږدې شوې ده.
مجاهد زياته کړه، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او دوه تنه پوليس ټپيان شوي دي.
د کابل د امنيې قومندان زياتوي تر اوسه په دې اړه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.
د بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په کابل ښار کې د مقناطيسي بمونو چاودنې ډېرې شوې دي، چې څو ورځې وړاندې هم د کابل ښار د دهبورۍ په سيمه کې د مقناطيسي ماين د چاودنې له کبله درې پوليس ټپيان شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


