ads

ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته دوام لري.

نویسنده: sarwan
25 تله 1396
ننګرهار کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښتې دوام لري

د ننګرهار چارواکي وايي، د دې ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې له تېرو درېيو ورځو راهيسې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ نښته دوام لري.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تراوسه په دې نښته کې شپږ داعشيان او درې وسله وال طالبان وژل شوي او درې طالبان ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه، داعش وسله والو څلور ملکي وګړي هم وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د خوګياڼي په وينا، د وزيرو تنګي له سيمې شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ د جګړې له کبله کډه شوې دي.
دی وايي، د کډوالو چارو ادارې ته سپارښتنه شوې، چې له بېځايه شوو کورنيو سره ژر مرستې وکړي.
د والي وياند همدارنګه وويل، له مرکزه امنيتي چارواکو ته سپارښتنه شوې، چې ژر په ياده سيمه کې پوځي عمليات پيل کړي او دواړه وسله والې ډلې وځپي.
بل لور ته د سيمې يو شمېر اوسېدونکو ويلي، وسله والو ډلو ځينې کورونه هم سوځولي، چې له کبله يې مالي زيانونه اوښتي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA