ads

عمر ځواک: هلمند کې پيل شوي چاڼيز عمليات بريالي روان دي

چارواکي وايي، هلمند کې د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پيل شوي چانيز عمليات په برياليتوب سره روان دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، ياد عمليات چې هوايي ځواک يې هم ملتيا کوي، د لښکرګاه ښار په ګډون، نادعلي، مارجې، چانجير، باباجي او ناوې ولسواليو کې پيل شوي دي.

نویسنده: sarwan
25 تله 1396

د ځواک په خبره، يادو عملياتو کې وسله والو ته د ډېرې مرګ ژوبلې د اوښتو سربېره زيات شمېر نقليه وسايط، ګڼې وسلې او مهمات هم د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او يو شمېر يې له منځه وړل شوي دي.
نوموړی زياتوي، په هغو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو لخوا پوستې جوړېږي، کومې چې له وسله والو نيول شوې وي.
د ځواک په وينا، په دې عملياتو له وسله والو سره په نښته کې په ټوله کې په دې ولايت کې څلور تنه امنيتي ځواکونه، درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي او يو تن ملکي وګړی وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو عملياتو په تړاو څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA