ads

د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ بريد کې لا تر اوسه۱۱۰ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي

د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې تراوسه روغتون ته د پېښې له ځايه ۱۱۰ مړي او ټپيان وړل شوي دي.
د پکتيا ملکي روغتون مسوولين وايي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.

نویسنده: sarwan
25 تله 1396
د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ بريد کې لا تر اوسه۱۱۰ مړي او ټپيان روغتون ته وړل شوي

د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کې تراوسه روغتون ته د پېښې له ځايه ۱۱۰ مړي او ټپيان وړل شوي دي.
د پکتيا ملکي روغتون مسوولين وايي، چې د ځينو روغتيايي حالت نازک دی.

د بريد له ځای سره پکتيا پوهنتون هم نږدې دی او د دې پوهنتون مشر سيدولي جلالزي ويلي، چې په دې بريد کې شاوخوا ۱۵ محصلينې ټپيانې شوې دي.

په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په دغه بريد کې د پکتيا امنيه قوماندان توريالی عبدياني هم وژل شوی دی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت کليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا لس بجې تر دوو ځانمرګو بريدونو وروسته، چې يو يې پلي ځانمرګي بريد کوونکي کړی او بل موټر بم بريد و، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه پيل شوه.

امنيتي چارواکو تراوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي خپاره کړي.
وسله والو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ او د پوليسو پر کنډک يې بريدونه کړي او لسګونه سرتېري يې وژلي دي.

دوی زياته کړې، چې جګړه لا روانه ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA