د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد شوی

وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا لس بجې د پکتيا پر امنيه قوماندانۍ ډله ييز بريد کړی.

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت کليد ته وويل، تر دوو ځانمرګو بريدونو وروسته، چې يو يې پلي ځانمرګي بريد کوونکي کړی او بل موټر بم بريد و، د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ جګړه روانه ده.