د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د امريکا د نيويارک له ښاره راغلي د پوليسو له لوړ پوړي پلاوي سره د افغان پوليسو پر پياوړتيا او اصلاحاتو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، دغه لوړ پوړی پلاوی، چې د افغانستان د امنيي سکټور په ځانګړې توګه د پوليسو په ليکو کې د پياوړتيا او اصلاحاتو په برخه کې د همکارۍ په هدف افغانستان ته راغلی، د تجربو د شريکولو پر څرنګوالي يې د ملي امنيت له سلاکار سره مفصل بحث درلود.
اتمر وويل، چې افغان پوليسو د امنيت او عامه نظم د ټينګښت ترڅنګ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې د سيمې د ټولو هېوادونو د پوليسو په پرتله زياتې قربانۍ ورکړي او په خورا مېړانه يې د ترهګريزو فعاليتونو مخه نيولې ده.
کابل ته راغلي پلاوي خپلو تجربو ته په پام سره د کورنيو چارو په وزارت کې له فساد سره د مبارزې، اصلاحاتو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپلې تجربې شريکوي.
ټاکل شوې دغه پلاوی د افغانستان د امنيتي سکټور له يو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


