ads

ګلزی: د کندهار معروف ولسوالۍ وسله والو نيولې

د کندهار د ولايتي شورا غړی وايي، د کندهار معروف ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ت رولکې لاندې راغلې، خو امنيتي ځواکونه دا ادعا ردوي.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396
ګلزی: د کندهار معروف ولسوالۍ وسله والو نيولې

د کندهار د ولايتي شورا غړی وايي، د کندهار معروف ولسوالۍ د وسله والو طالبانو ت رولکې لاندې راغلې، خو امنيتي ځواکونه دا ادعا ردوي.
د کندهار د ولايتي شورا وکيل جانان ګلزی وايي، وسله والو طالبانو پرون مازديګر پر يادې ولسوالۍ بريد کړی او دغه ولسوالۍ يې له افغان ځواکونو نيولې ده.
ګلزي په کندهار کې د پوليسو او ملي اردو د چارواکو تر منځ خپلمنځي اختلافات، د همږغۍ نشتوالی او د جګړې پر مهال غافله پاتې کېدل هغه ستونزې يادوي، چې معروف ولسوالۍ يې سقوط سره مخ کړه.
بلخوا د کندهار امنيتي چاوراکي د معروف ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي او وايي، چې ياده ولسوالۍ اوس هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده او هلته افغان ځواکونه حاکم دي.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني کليد ته وويل، چې معروف ولسوالۍ نه ده سقوط شوې، خو د امنيتي ځواکونه په عملياتو کې د ۲ قومندانانو په ګډون ۱۵ وسله وال وژل شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي، چې د کندهار معروف ولسوالۍ يې نيولې او ۲۹ پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA