پاکستاني ځواکونو پر نازيانو ولسوالۍ بريدونه کړي

د ډيورنډ فرضي کرښې اخوا څخه د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغول شوې دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ ناوخته د نازيانو ولسوالۍ پر چرچنو تنګي، نخترناو او بادين سيمو د هاوان ۶۰ مرمۍ را توغولې دي.