ads

هلمند کې لسګونو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند امنيتي چارواکي د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې لسګونو وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دوهم څارن عبدالسلام افغان کليد ته وويل، امنيتي ځواکونو تېره ورځ ناوخته د نادعلي ولسوالۍ په ګروپ شش سيمه کې تصفيوي عمليات کړي، چې په دغو عملياتو کې يې هوايي ځواکونو هم ملتيا کوله.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396

هغه زياته کړه، د هوايي بريدونو په ترڅ کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، اته تنه ټپيان شوي، يو شمېر درنې او سپکې وسلې هم امنيتي ځواکونو ترلاسه کړې دي.
افغان همدارنګه وويل، د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سيمه کې هم امنيتي ځواکونو يو لړ عمليات کړي، چې په مهال يې وسله والو ته پر درنې مرګ ژوبلې سربېره د درېيو مخالفينو جسدونه هم د جګړې پر ډګر پاتې شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA