د ښځو چارو وزارت وايي، په خصوصي او دولتي بنسټونو كې يې د ښځو د كاري خونديتوب لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړه.
د دغه وزارت چارواکي که څه هم په وروستيو كلونو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو پر کموالي خوښي څرګندوي، خو ټينګار کوي چې ډېر ژر به په خصوصي او دولتي بنسټونو کې د ښځو د کاري خونديتوب ستراتېژي هم پلې کړي. دوی وايي، په دې سره به خصوصي او دولتي ادارو کې ښځې د کار پر مهال خوندي وي.
د ښځو چارو وزارت اداري او د پالیسۍ مرستياله سپوږمۍ وردك وايي، دغه ستراتيژي به ټولې هغه اندېښنې له منځه يوسي چې ښځې يې د کار موندنې په برخه کې لري او دغه راز دغه ستراتيژي د ښځو د کار دوام او د دوی لپاره نورې اسانتياوې هم تضمينوي.
نوموړې زياتوي، د دغې ستراتيژۍ له پلي کېدو سره به روښانه شي چې ښځې د کومو پړاوونو ترسره کولو ته اړتیا لري، څو په ادارو کې شاملې شي او د کار اسانتیاوې ورته برابرې شي.
وردک زياتوي، د ښځو چارو وزارت دغه راز د ښځو پر وړاندې د ځورونې د مخنیوي په قانون کې خپل نظريات ور زيات کړي دي او دې قانون ته يې پراختیا ورکړې چې ډېر ژر به تصويب شي.
نوموړې وايي، سږ كال د تاوتريخوالي تر ټولو بدې پېښې چې د ښځو چارو له وزارت سره ثبت شوې دي په غور، سرپل، تخار، فارياب او بدخشان ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
د ښځو چارو وزارت مرستياله زياتوي، د دې لپاره چې د كليو او بانډو د ښځو نظريات هم د هغوی د ژوند د ښه كېدو لپاره ولري، دغه وزارت د هېواد د لومړۍ مېرمنې په رهبرۍ او د ښځو چارو وزارت په همغږۍ په شمال زون كې د پنځو ولايتونو د ښځو د استازو په ګډون يو سمپوزيم جوړ کړ او ټاکل شوې دغه ډول يو سمپوزيم په کندهار ولایت کې هم جوړ شي.
له بل لوري د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي، له ۱۳۹۳ لمريز کال د ۱۳۹۶ لمريز کال تر نيمايي پورې په ټوليز ډول د ښځو چارو په وزارت كې ۲۰۱۴۷ حقوقي پېښې ثبت شوې چې ۱۸۲۲۴ پېښې ېې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي دي او له دې منځه ۵۱۸۶ پېښې د خبرو اترو او منځګړيتوب له لارې حل شوې دي. نوموړې زياتوي دغه راز ۱۴۹۶۲ پېښې يې عدلي او قضايي بنسټونو ته لېږلې دي. ددې تر څنګ په مركز او ولايتونو كې ۴۶۶۸ ښځې ملاتړو مركزونو ته ورپېژندل شوې او ۲۱۱۹ تنه ښځې بېرته له خپلو كورنيو سره يو ځای شوې دي.
كه څه هم د ښځو چارو وزارت د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي له كموالي خبر وركوي، خو د ښځو د حقونو ملاتړي بنسټونه بيا وايي، کومې شمېرې چې د ښځو چارو په وزارت كې ثبتېږي، دقیقې او کره نه دي او د ناوړه دودونو له كبله د تاوتريخوالي پېښې تر ډېره پټې ساتل كېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


