د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان خوشې شول
د هېواد د خپلواکۍ ورځې په وياړ د جمهور رئيس د فرمان پر بسټ د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان ازاد شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلواکۍ ورځې په وياړ يو سلو لس ګڼه فرمان صادر کړ، چې له مخې يې د دغه ولايت د محبس ۶۰ بنديان ازاد او د لسو نورو د بند په موده کې کموالی راغی.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed