ads

د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان خوشې شول

د هېواد د خپلواکۍ ورځې په وياړ د جمهور رئيس د فرمان پر بسټ د ننګرهار له مرکزي زندانه ۶۰ بنديان ازاد شول.
د ننګرهار ولايت د رسنيو له دفتره کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپلواکۍ ورځې په وياړ يو سلو لس ګڼه فرمان صادر کړ، چې له مخې يې د دغه ولايت د محبس ۶۰ بنديان ازاد او د لسو نورو د بند په موده کې کموالی راغی.

نویسنده: sarwan
24 تله 1396

سرچينې د ننګرهار استيناف څارنوال خالد احمد اوريا له قوله ويلي، چې د جمهور رئيس د ياد فرمان په ترڅ کې ۷۱ هغو جنايي بنديانو ته، چې د بند موده يې له پنځو کلونو ډېره نه وه، بښنه شوې او د بند په موده کې يې کموالی راغلی دی.
د اوريا په خبره، ۵۲ تنه د فرمان مطابق وو او اته تنه نور، چې د بند موده يې پوره کېده، له بنده ازاد شول او د لسو نورو د بند موده کمه شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دغو بنديانو کې يوه مېرمنه هم وه، چې د فرمان له مخې يې د بند موده پای ته ورسېده.
د ننګرهار په عمومي زندان کې اوس مهال ۱۷۱۹ بنديان د بند شپې ورځې تېروي، چې ۴۲ يې مېرمنې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA