اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د عمان په څلور اړخيزه غونډه کې به د افغانستان او پاکستان پر اړيکو خبرې وشي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د اړيکو ښه کېدل د افغان حکومت اړتيا وبلله.
نوموړي، چې پرون يې په لغمان کې مطبوعاتي کنفرانس ته خبرې کولې، کابل ته د پاکستان د لوى درستيز وروستی سفر هم د اړيکو د ښه والي هڅه ياده کړه.
د اجرائيه رئيس په وينا، ياده ناسته د تېرو هغو په تعقيب ترسره کېږي او اجنډا يې هم د افغان سولې خبرې دي.
عبدالله وايي، دغه کنفرانس ته به د افغان حکومت استازي د افغان سولې بهير پياوړتيا او پاکستان سره د اړيکو ښه کولو په اړه معلومات وړاندې کړي.
ټاکل شوې نن د عمان په مسقط ښار کې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا د استازو په ګډون د افغانستان د سولې په تړاو څلور اړخيزه غونډه جوړه شي.
عبدالله په افغانستان کې سوله او ټيکاو د ګاونډيو هېوادونو او سيمې لپاره ګټور ياد کړ او ټينګار يې وکړ، چې په سيمه کې د امنيت او سولې په خاطر دې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره کار وشي. اجرائيه رئيس که څه هم د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل، چې د ګاونډيو هېوادونو له لوري د افغان حکومت په ضد د جنګېدونکې وسله والې ډلې ملاتړ کول دغو هېوادونو ته په خطر هم تمامېدلی شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


