ads

د افغانستان د معلولينو د باسکټبال ملي لوبډله نن چين ته سفر کوي

ټاکل شوې نن مخکې له غرمې شاوخوا يوولس بجې د افغانستان د معلولينو د باسکټبال ملي لوبډله اسيايي جام سياليو کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړي.

نویسنده: sarwan
23 تله 1396
د افغانستان د معلولينو د باسکټبال ملي لوبډله نن چين ته سفر کوي

ټاکل شوې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د افغانستان د معلولينو د باسکټبال ملي لوبډله اسيايي جام سياليو کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړي.
د معلولينو د فډراسيون د مطبوعاتو مسوول کبير خوشبين کليد ته وويل، اسيايي جام سيالۍ چې د اکټوبر له درويشتمې نېټې تر اته ويشتمې نېټې په چين کې ترسره کېږي، د پنځلسو هېوادونو د باسکټبال د معلولينو لوبډلې په کې ګډون کوي.
د افغانستان د معلولينو د باسکټبال په ملي لوبډله کې ديارلس لوبغاړي، يو روزونکی، يو هييت او يو ډاکټر شامل دي، چې مصرف يې د سره صليب نړيواله کمېټه ورکوي.
خوشبين زياتوي، افغان معلولين به خپله اوله لوبه کې چين سره مخ شي او ورپسې به په (ډي) ګروپ کې د کوريا د معلولينو د باسکټبال لوبډلې سره لوبه وکړي.
د خوشبين په وينا، د افغان ولچر باسکټبال ملي لوبډلې، دې لوبو کې د برياليتوب په موخه بشپړ تمرينونه ترسره کړي دي.
د يادولو ده، چې د افغانستان د معلولينو د باسکټبال ملي لوبډلې د ۲۰۱۲ ميلادي کال د اروپا د معلولينو د باسکټبال په سياليو کې شپږم مقام ګټلی و او په ۲۰۱۵ کال برازيل کې يې هېڅ لوبه ونه ګټله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA