هلمند کې پوځي عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولايت د رسنيو مرکز څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او کجکي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې له مخې يې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.