هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو په تصفيوي عملياتو کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هلمند ولايت د رسنيو مرکز څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې افغان ګډو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه، نادعلي او کجکي ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې له مخې يې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، په دې عملياتو کې درې ميله پيکا، يو ميل هاوان، څلور عرادې موټرسايکلونه او د وسله والو طالبانو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
سرچينه وايي، په روانو پوځي عملياتو کې د لښکرګاه اړوند سيمو په ګډون په نادعلي ولسوالۍ کې هم ګڼ پرمختګونه شوي او سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


