سوماليا کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د سوماليا پلازمېنې موګادېشو کې يوې درنې چاودنې ۳۰ کسان وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
د سوماليا ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، پېښه د يوه هوټل په مخکې د باروتو د ډکې لارۍ د چاودنې له کبله شوې ده.