ټرمپ، ايران له طالبانو او نورو تروريستي ډلو سره په ملاتړ تورن کړ

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، ايران په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او د القاعده شبکې په ملاتړ تورن کړ.
ډونالد ټرمپ چې تېره شپه يې وينا کوله وويل، په افغانستان کې د امريکا سل ګونو عسکر او ملکي مامورين د هغو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي، چې ايران يې ملاتړی دی.