ads

ټرمپ، ايران له طالبانو او نورو تروريستي ډلو سره په ملاتړ تورن کړ

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، ايران په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او د القاعده شبکې په ملاتړ تورن کړ.
ډونالد ټرمپ چې تېره شپه يې وينا کوله وويل، په افغانستان کې د امريکا سل ګونو عسکر او ملکي مامورين د هغو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي، چې ايران يې ملاتړی دی.

نویسنده: sarwan
22 تله 1396
ټرمپ، ايران له طالبانو او نورو تروريستي ډلو سره په ملاتړ تورن کړ

د امريکا جمهور رييس ډونالډ ټرمپ، ايران د وسله والو طالبانو او د القاعده شبکې په ملاتړ تورن کړ.
ډونالد ټرمپ چې تېره شپه يې وينا کوله وويل، په افغانستان کې د امريکا سل ګونو عسکر او ملکي مامورين د هغو وسله والو ډلو له لوري وژل شوي، چې ايران يې ملاتړ کړی دی.
ټرمپ ايران په نړۍ کې د ترورېزم تر ټولو په مخکښ ملاتړ کوونکي تورن کړ.
هغه تور پورې کړ چې ايران له القاعده، وسله والو طالبانو او د هغه په وينا، له نورو تروريستي ډلو سره مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال جان نېکلسن هم تېرکال له وسله والو طالبانو د ايران د ملاتړ په اړه څرکندونې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA