د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر د خپل کار په دفتر کې د افغانستان او پاکستان له پاره د انګلستان شاهي دولت د لومړي وزير له ځانګړي استازي سره په سيمه کې د سولې او مذاکراتو د دوام او پياوړتيا په موخه د رامنځته شوې مثبتې روحيې او اجماع پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د ليدنې پر مهال د سيمه ييز ثبات او له ترهګرۍ د سره د بې توپيره مبارزې په موخه د شته فرصتونو پر کارولو ټينګار وکړ.
اتمر همدارنګه د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې افغان ځواکونه د ترهګريزو ډلو فعاليتونه او اهداف په نښه کړي او ترهګرو ته يې موخې ته د رسېدو چانس نه دی ورکړی.
سرچينه زياتوي، چې حنيف اتمر د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرو او مذاکرتو ته په اشارې سره وويل، چې د لندن درې اړخيزه ناسته مهمه وه او د دې ناستې د پرېکړو عملي کول يې دواړو هېوادونو له پاره ګټور وبلل.
همدارنګه اون جينکس د افغان ځواګونو د عزم او پرمختګونو د ستايلو ترڅنګ د څلور اړخيزې ناستې له بيا پيليدو څخه هر کلی وکړ او د دې ناستې پايلو ته يې هيله مندي ښکاره کړه. ټاکل شوې اون جينکس له افغانستان وروسته پاکستان ته سفر وکړي.


