هسکه مېنه کې ۱۱ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ۱۱ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې د هسکې مېنې ولسوالۍ په مياجي بابا کنډو سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال څلور داعش وسله وال وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.