ads

هسکه مېنه کې ۱۱ داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، هسکه مېنه کې يې د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ۱۱ داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې له ۲۰۱ سېلاب قول اردو څخه کليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ يې د هسکې مېنې ولسوالۍ په مياجي بابا کنډو سيمه کې د ځانګړو ځواکونو د عملياتو په مهال څلور داعش وسله وال وژلي او اووه نور يې ټپيان کړي دي.

نویسنده: sarwan
19 تله 1396

د سرچينې په خبره، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA