ننګرهار کې د سپين غر نوې ولسوالۍ جوړه شوه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ملي امنيت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، لومړی د سرپل، کندوز، ننګرهار، بدخشان، تخار، بغلان، کندهار، زابل، اروزګان، جوزجان، فارياب او غزني ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د يادو ولايتونو د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښونې وشوې.