د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام د ملي امنيت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، لومړی د سرپل، کندوز، ننګرهار، بدخشان، تخار، بغلان، کندهار، زابل، اروزګان، جوزجان، فارياب او غزني ولايتونو امنيتي وضعيت وارزول شو او د يادو ولايتونو د امنيتي حالت د ښه والي په خاطر اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښونې وشوې.
وروسته د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ننګرهار ولايت د سپين غر ولسوالۍ د رامنځته کېدو په اړه غونډې ته وړانديز وکړ او د ملي امنيت شورا غونډې په دې اړه له هر اړخيز بحث وروسته ياد وړانديز تاييد کړ.
ورپسې غونډې د پروان د امنيتي وضعيت ترڅنګ د دغه ولايت د زندان او توقيف خونو حالت او دغه راز د کابل د پلچرخي زندان وضعيت وارزاوه او اړوندو ارګانونو ته يې لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتيب د ملي امنيت شورا غونډې په تېرو اوو مياشتو کې د ځواکونو د مقايسوي احضاراتو راپور او له تېر کال سره د هغه پرتله کول وارزول او په دې اړه لازمې لارښوونې وشوې.


