د بشري حقونو خپلواک کمېسيون: اروزګان کې د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي

په اروزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر عبدالشکور روستايي وايي، په دغه ولايت کې د روانې جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي، چې زياته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.