په اروزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر مشر عبدالشکور روستايي وايي، په دغه ولايت کې د روانې جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي، چې زياته مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
د هغه په وينا، په اروزګان کې د تېر کال په پرتله سږ کال د ملکي تلفاتو شمېره ۳۲ فيصده لوړه شوې، چې دوی يې اندېښمن کړي دي.
روستايي زياتوي، په ۱۳۹۵ کال کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان وو، خو سږ کال تراوسه پورې د وژل شوو ملکي وګړو شمېر ۵۲ دی او ۳۹۸ تنه نور ټپيان شوي، چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
د نوموړي په خبره، دا مرګ ژوبله د دولت او مخالفينو دواړو له لوري رامنځته شوې، خو د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي، چې د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
په اروزګان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون ساحوي دفتر د ملکي تلفاتو د زياتېدو په اړه دغه اندېښنه په داسې حال کې ښيي، چې په دې ولايت کې له تېر يو نيم کال راهيسې افغان امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان له يو بل سره پر جګړې بوخت دي او لا هم د جګړې ډګر تود دی.


