ads

ډين جونز د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو

د افغانستان کرکټ بورډ د اسټراليا پخوانی لوبغاړی او د کرکټ پېژندل شوی مبصر ډين جونز د هانګ کانګ په وړاندې د انټر کانټينينټل کپ څلور ورځنۍ لوبې لپاره د ملي لوبډلې د لنډ مهاله مشر روزونکي په توګه وګوماره.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396

د کرکټ بورډ مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ډين جونز د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ښی لاسی توپ وهونکی او ورو توپ اچوونکی دی، چې د خپل هېواد لپاره يې ۵۲ نړيوالې ټېسټ او ۱۶۴ نړيوالې پنځوس اوريزې لوبې ترسره کړې دي.
نوموړی د دې ترڅنګ، چې يو ښه مبصر دی، د روزنې په برخه کې يې د اسلام اباد يونايټډ لوبډلې د مشر روزونکي او د اسټراليا ملي لوبډلې د توپ وهنې په برخه کې د سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دواړه لوري به د هانګ کانګ له سفر وروسته پر اوږد مهاله تړون غور وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA