ads

هلمند کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۱۵ ميوند قول اردو پليو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت ګرشک او ګرمسېر ولسواليو کې د تصفيوي عملياتو په مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396
هلمند کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي

د ۲۱۵ ميوند قول اردو پليو ځواکونو د هوايي ځواک په ملتيا د هلمند ولايت ګرشک او ګرمسېر ولسواليو کې د تصفيوي عملياتو په مهال ۱۱ وسله وال طالبان وژلي او يو تن يې ټپي کړی دی.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په يادو عملياتو کې دوه کسان له يو راکټ انداز او څلور فيره مرميو سره يو ځای نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، د هوايي بريدونو په ترڅ کې د دښمن دوه عرادې موټر سايکلونه او يو عراده فيلډر ډوله موټر هم له منځه وړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي اردو ځواکونو له لوري ۱۵ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او چوول شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA