ads

لغمان کې ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، الينګار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396
لغمان کې ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د لغمان ولايتي چارواکي وايي، الينګار ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ۱۶ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، تېر ماښام د الينګار ولسوالۍ اړوند د نور لام صيب په ايله ګل سيمه کې وسله وال طالبان يوې غونډې ته په فلاينکوچ موټر کې روان وو، چې د سړک غاړې ماين پرې چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د مشهور قوماندان عباس په ګډون اووه وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان دي.
د ځواک په وينا، په ټپي شوو کسانو کې د بادپښ ولسوالۍ لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی ولسوال هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA