ads

د هلمند امنيتي چارواکو دې ولايت ته د ملاهبت الله سفر رد کړ

د هلمند سيمه ييزو چارواکو دې ولايت ته د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د تګ په اړه هغه راپورونه ردکړل، چې درې ورځې وړاندې د کندهار امنيې قوماندان يې په اړه رسنيو ته ويلي وو.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396
د هلمند امنيتي چارواکو دې ولايت ته د ملاهبت الله سفر رد کړ

د هلمند سيمه ييزو چارواکو دې ولايت ته د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده د تګ په اړه هغه راپورونه ردکړل، چې درې ورځې وړاندې د کندهار امنيې قوماندان يې په اړه رسنيو ته ويلي وو.
د سه شنبې په ورځ د هلمند مرستيال والي سردارمحمد همدرد په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته د وسله والو طالبانو د مشر او رهبري شورا سفر رد کړ او دا يې يوه تېروتنه وبلله.
نوموړي زياته کړه، چې د دولت وسله وال مخالفين په داسې کړنو غواړي په دې ډول خپل حضور او قوت وښيي خو په حقيقت کې هغوی کمزوري شوي او د ماتې په حال کې دي.
دغه راز بيا په دغه خبرې ناسته کې د هلمند امنيې قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي هم وويل، که چېرې ملاهبت الله اخندزاده هلمند ته سفر کړی وي، هرومرو به د بهرنيو او افغان ځواکونو تر هوايي بريدونو لاندې راغلی وی.
ساپی زياتوي، د افغان امنيتي ځواکونو استخبارات په ټولو سيمو کې فعاله دي او په دې اړه چې کوم راپورونه خپارشوي، هغه بې بنسټه دي.
بل خوا بيا د هلمند د ولايتي شورا رييس محمد کريم اتل هم په دې خبري ناسته وويل، چې د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د ملاهبت الله په نوم يو بل د وسله والو طالبانو قوماندان هم شته او په خبره يې د کندهار د امنيې قوماندان راپور کېدای شي د هغه په اړه و.
ساپي زياته، د داعش او نورو ترورستي ډلو د جوړښت او يو ځای کېدو لپاره څه موده وړاندې هم ددې ولايت په بغران ولسوالۍ کې يوه لويه غونډه تر سره شوې وه.
په ورته وخت کې بيا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم رسنيو ته ويلي، چې د دوی مشر د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يو لړ غونډې تر سره کړي او موسی کلا ولسوالۍ کې يې هم غونډه کړې، خو نور جزيات يې نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق درې ورځې وړاندې رسنيو ته وويل، چې د وسله والو طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده له يو شمېر نورو طالب مشرانو سره د هلمند موسی کلا ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته يې خپلو پلويانو ته ويلي، چې د داعش پر وړاندې مخالفت ونه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA