د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، د بېلابېلو جرمونو په تور یې څلور تنه له یو میل تمانچې سره یو ځای نیولي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې امنیتي ځواکونو یې هغه قاتل نیولی، چې په مرکز کابل کې یې یو ولسي وګړی وژلی و.
نوموړی وایي، يو تن د قتل په تور په کامې او بل د يوه تن ټپي کولو په تور کوز کونړ ولسوالۍ کې د يو ميل تومانچې سره يو ځای نیول شوی دی.
هغه دغه راز وویل، چې د جلال اباد ښار څلورمې ناحيې سيمه کې پولیسو د هيرويينو يو پرچون پلورونکی هم نيولی دی.
امنیې قومنداني په داسې حال کې د یو شمېر کسانو د نیولو خبر ورکوي، چې په دې ورستیو کې جلال اباد ښار ته راتلونکو دروازو کې پلټنې زیاتې شوې دي.


