ads

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي: ننګرهار ته له مرکزه راغلي پلاوي ته خوشبينه نه يو

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي وایي، له مرکزه دغه ولایت ته د امنیتي او سیاسي ستونزو د اورېدو په اړه راغلي پلاوي کړنو ته خوشبینه نه دي.
دوی وایي، که راغلی پلاوی هم د تېرو پلاوو په څېر کړنې ترسره کړي، نو راتګ به یې بې ګټې وي.

نویسنده: sarwan
18 تله 1396

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري کلید سره په خبرو کې وویل، چې دوی د جمهور رییس په امر له مرکزه راغلي پلاوي سره د ننګرهار ګڼې ستونزې شریکې او د حل لارې يې هم ورته په ګوټه کړې.
هغه وایي، که چېرته یاد پلاوی په ښه ډول اقدامات ترسره کړي، نو شونې ده چې ددغه ولایت ډېری ستونزې حل شي.
خو زمری زیاتوي، تر ډېره د یاد پلاوي راتګ او د ستونزو حل ته ولسونه هیله من نه دي.
ننګرهار ته د جمهور رییس له لوري د ملي امنیت شورا د مرستیال په مشرۍ د ستونزو د اورېدو په موخه دا پلاوی په داسې حال کې سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ څپه د ښار ترمنځه رارسېدلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA