ads

د سره صليب کمېټه افغانستان کې خپل فعاليتونه کموي

د سره صليب نړيواله كمېټه وايي، په افغانستان كې د امنيتي ګواښونو له كبله خپل فعاليتونه كموي.

نویسنده: sarwan
17 تله 1396
د سره صليب کمېټه افغانستان کې خپل فعاليتونه کموي

د سره صليب نړيواله كمېټه وايي، په افغانستان كې د امنيتي ګواښونو له كبله خپل فعاليتونه كموي.
په افغانستان كې د دغه كمېټې مشرې مونيكا زيناريلي د دوشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل، په تېرو نهو مياشتو كې د دوى كاركوونكي له درېيو امنيتي پېښو سره مخ شوي، چې لومړۍ يې د تېركال په ډېسمبر كې د هغوى د يوه تن كاركوونكي تښتول و، چې له څو اوونيو وروسته بېرته خوشې شو؛ له دې پېښې څو اونۍ وروسته په جوزجان كې يې په كاركوونكو بريد وشو، چې شپږ تنه يې ووژل شول او دوه تنه نور يې وتښتول شول او وروستۍ پېښه يې د مزارشريف په هغه مركز كې چې د معلولو كسانو لپاره مصنوعي غړي جوړوي د يوه ناروغ له خوا د دوى په يوه كاركوونكي بريد و، چې هغه يې وواژه.
مونيكا زيناريلي زياتوي، چې له مركزي دفتر سره يې له اوږدو بحثونو وروسته پرېكړه وكړه، چې په افغانستان په ځانګړې توګه د دغه هېواد په شمال كې خپل فعاليتونه راكم كړي او زياتوي، په مزارشريف كې به خپل دفتر د دوى يوه بل همكار سازمان ته وسپاري.
په افغانستان كې د سره صليب د كمېټې مشره وايي، دوى تصميم نه لري چې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي خو د فعاليتونو په كمولو سره به د خپلو كاركوونكو پر وړاندې شته ګواښونه راكم كړي.
هغه زياتوي، چې لاهم په افغانستان كې ګڼ خلك بشري خدمتونو ته اړتيا لري او په وينا يې كله چې دغه ګواښونه له منځه ولاړ شي نو دوى به خپل فعاليتونه بېرته پراخه كړي.
په همدې حال كې د بلخ ولايتي چارواكي په شمال كې د سره صليب د كمېټې فعاليتونه مهم ګڼي او وايي، چې ډېرو خلكو ترې ګټه اخيسته.
د بلخ د والي وياند منير فرهاد له دغې كمېټې غواړي، چې په خپله دې په شمال كې خپلو فعاليتونو ته دوام وركړي او كه هره ستونزه وي ولايتي اداره چمتو ده، چې په حل كولو كې يې ورسره مرسته وكړي.
غوښتل مو چې د كندوز د چارواكو نظر هم واخلو خو د كندوز والي په دې اړه له څه ويلو ډډه وكړه.
خو په ولسي جرګه كې د بلخ او كندوز يو شمېر غړي وايي، په دغه دوه ولايتونو كې امنيتي وضعيت په هغه كچه نه دى خراب چې د سره صليب كميټه هلته خپل فعاليتونه بند كړي.
دغه د ولسي جرګې غړي زياتوي چې د سره صليب كمېټه بې پلوه بشري خدمتونه وړاندې كوي او خلك هم دغه خدمتونو ته جدي اړتيا لري نو بايد دوام وركړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د سره صليب نړيواله كمېټه اوسمهال په افغانستان كې يو سلو شل بهرني كار كوونكي او اتلس سوه كورني كاركوونكي لري، چې تر ډېره له معلولو كسانو سره د مصنوعي غړو په جوړولو او زندانيانو سره د هغوى د كورنيو د ليدنو په برخو كې له خلكو سره مرستې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA