ads

کونړ کې د پنځو وژل شوو سرتېرو جسدونه خپلو کورنيو ته وسپارل شول

د کونړ د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې د وسله والو په کمين کې د پنځو وژل شوو پوله ساتو سرتېرو جسدونه تېره ورځ خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

نویسنده: sarwan
17 تله 1396
کونړ کې د پنځو وژل شوو سرتېرو جسدونه خپلو کورنيو ته وسپارل شول

د کونړ د مرورې ولسوالۍ په غاښي کنډو کې د وسله والو په کمين کې د پنځو وژل شوو پوله ساتو سرتېرو جسدونه تېره ورځ خپلو کورنيو ته وسپارل شول.
يو شمېر سرچينې وايي، وړمه ورځ په غاښي کنډو کې مېشت سرحدي پوليس د وسله والو له کمين سره مخ شوي، چې په ترڅ کې يې پنځه سرحدي سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
خو په ختيځ کې د سرحدي لېوا قوماندان جنرال محمد ايوب حسين خېل کليد سره په خبرو کې يوازې د دوو سرتېرو وژل کېدل تاييد کړل.
دی په دغه پېښه کې د يو شمېر وسله والو د وژلو ادعا هم کوي، خو کره شمېره يې نه ښيي.
حسين خېل وايي، په سيمه کې يې افغان ځواکونو ته د مرستو رسولو لپاره امکانات برابر کړي دي.
يو شمېر سرچينو ويلي، دغه سرتېري په ياده غرنۍ سيمه کې په اوبو پسې يوې چينې ته تللي وو، چې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخ شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
غاښی کنډو د کونړ په مرورې ولسوالۍ پورې اړوند غرنۍ سيمه کې ډيورنډ فرضي کرښې سره جوخته هغه لار ده، چې ياده ولسوالي د خيبر پښتونخوا له باجوړ اېجنسۍ سره نښلوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA