ads

کندهار کې ښځو لپاره د امن خونه جوړېږي

د ښځو چارو وزارت مسوولين وايي، کندهار کې د امن خونې جوړېدو ته اړتیا ډېره ده او دا وزارت پلان لري چې په دې ولایت کې د امن خونه جوړه کړي.

نویسنده: sarwan
17 تله 1396
کندهار کې ښځو لپاره د امن خونه جوړېږي

د ښځو چارو وزارت مسوولين وايي، کندهار کې د امن خونې جوړېدو ته اړتیا ډېره ده او دا وزارت پلان لري چې په دې ولایت کې د امن خونه جوړه کړي.
د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ چې کندهار ته يې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره سفر کړی وايي، په کندهار کې د امن خونې اړتيا شتته او زیاتوي چې د امن خونې د جوړېدو لپاره د امکاناتو پر برابرولو کار روان دی.
د ښځو چارو وزارت مسوولينو او د کندهار ولايت چارواکو په يوه غونډه کې د کندهار والي زلمي ویسا وویل، چې په افغاني کلتور کې داسې دودونه شته، چې ښځې یې د خپلو حقونو څخه بې برخې کړې دي.
والي زیاته کړه، ځینې باسواده کسان هم د دودونو ښکار ګرځېدلي او ښځو ته خپل حقونه نه ورکوي.
د زلمي ویسا په خبره، د ښځو حق په خبرو نه ورکول کېږي بلکې په دې اړه بايد عملي ګامونه واخیستل شي.
بلخوا د افغانستان د ښځو چارو وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردک په کندهار کې د ښځو لپاره د امن کور شتون اړین بولي.
هغې وویل، د امن خونې د جوړولو او فعالولو لپاره د امکاناتو پر برابرولو باندې کار روان دی او په کندهار کې د امن خونه جوړول ډېر ضروري دي.
په ياد ولايت کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسيون د ښځو چارو مسوولې شکوفې په غونډه کې د ښځو پر وړاندې په روان کال کې د تاوتریخوالي ثبت شوي ارقام وړاندې کړل.
نوموړې وویل، چې روان کال تردې دمه دوی ته ۹۶ د تاوتریخوالي پېښې ورغلې دي، چې په بېلابېلو برخو کې وې.
ناوړه دودونه، فقر، بې سوادي او دې ته ورته نور مسايل په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو ستر لاملونه دي، چې لاهم هره ورځ افغانې ښځې له تاوریخوالي سره مخ کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA