د هلمند د لښکرګاه ښار اوسېدونکي په دې ولايت کې د برېښنا له لوړې بيې څخه شکايت کوي.
د لښکرګاه ښار يو شمېر اوسېدونکو کليد ته وويل، له تېرو څو کلونو راهيسې له يوې خوا د دوی په سيمو کې جګړې او ناامنۍ زور اخيستی او له بلې خوا د برېښنا بيه لوړه شوې، چې دوی يې د بېل د پرېکولو توان نه لري.
دغه اوسېدونکي زياتوي، که څه هم کومه برېښنا چې لښکرګاه او کندهار ته ورکول کېږې دا وارداتي برېښنا نه ده او دا د هلمند د اوبو پر بند جوړه شوې ده، خو بيا هم په دې ولايت کې د برېښنا بيې لوړې شوې دي.
ياد اوسېدونکي وايي، که چېرې د برېښنا وزارت چاوراکي ددې ستونزې مخه ونه نيسي، دوی اړ دي چې د خپلو کورنو د برېښنا مزي پرې کړي، ځکه د دوی اقتصادي حالت د دې جوګه نه شي کېدی چې د برېښنا لوړه بيه پرې کړي.
په ورته وخت کې بيا د هلمند د برېښنا شرکت رييس انجنير نصرالله قانع هم د خلکو يادې ستونزې پرځای بولي او وايي، يو پرېکړه ليک يې د برېښنا وزارت ته لېږلی چې په هغې کې يې د برېښنا د تعرفې د کمېدو غوښتنه کړې.
د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار اوسېدونکي په داسې حال کې د برېښنا له لوړې بيې شکايت کوي، چې اوسمهال په دې ولايت کې د برېښنا يو کيلو واټ بيه له ۳ افغانيو نيولې تر۲۰ افغانيو پورې رسېږې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


