په فراه ولايت کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري کليد ته وويل، چې دا نښته نن سهار د فراه ښار اړونده سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه شاوخوا يو ساعت له وسله والو طالبانو سره پر جګړې بوخت وو، چې په پايله کې يې څلور طالبان او دوه پوليس وژل شوي، دوه طالبان او يو پوليس ټپيان دي.
مهري زياته کړه، چې اوس مهال سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې د فراه ولايت په پشترود ولسوالۍ کې د قوماندان ملا ظاهر په ګډون درې وسله وال ووژل او څلور تنه نور ټپيان شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


