ads

د ننګرهار روغتیایي مسوولین: جګړو او بې وزلۍ ډېری مېرمنې په رواني ناروغۍ اخته کړي

روغتیا پالان وايي، جګړو، بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له کبله ډېری خلک په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډېره برخه یې مېرمنې دي.
دوی وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغۍ درملنې لپاره د بستر شل خونې لري او درملنه یې په وړیا ډول ترسره کېږي.

نویسنده: sarwan
16 تله 1396
د ننګرهار روغتیایي مسوولین: جګړو او بې وزلۍ ډېری مېرمنې په رواني ناروغۍ اخته کړي

روغتیا پالان وايي، جګړو، بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له کبله ډېری خلک په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډېره برخه یې مېرمنې دي.
دوی وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغۍ درملنې لپاره د بستر شل خونې لري او درملنه یې په وړیا ډول ترسره کېږي.
ډاکټران وایي، رواني ناروغان د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند اړوند چارو په اړه سم فکر او قضاوت وکړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون د رواني ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر محمد ظاهر الله وویل، چې دوی ته د روغتیایي اړخه درې ډوله ناروغان وروړل کېږي، چې د دوو یې درملنه شونې او د یوې کټورۍ ناشونې ده.
په رواني ناروغیو د اخته کسانو شمېر په اړه دقیق ارقام نشته، خو د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، درملنه یې په وړیا ډول ترسره کېږي.: (( درې ډوله رواني ناروغان لرو، یو چې خپله درملنه کوي او بل یې بیا موږ ته راځي او درېیمه کټګورۍ یې بیا درملنه نه کېږي، هغو ته موږ لېونیان وایو، د دوی درملنه وړیا ده او بستر خونې او اړوند درملنه یې وړیا ده .))
مسوولین وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغیو درملنې لپاره د بستر شل خونې او د وړیا درملنې امکانات لري.
ډاکټر محمد ظاهر الله یار وايي، په دغې ناروغۍ مېرمنې ډېرې اخته شوي، چې لاملونه یې ټولنیزې ستونزې، ناسم دودونه، په کم عمر کې ودونه او کورني تاوتریخوالي دي.: (( په هرو درېیو ناروغانو کې دوه یې مېرمنې دي، چې ډېری دوی له ټولنیزو ستونزو څخه دغه ناروغۍ باندې اخته شوې دي، مثلا کورنی تاوتریخوالی، وهل ټکول او بې وزلي.))
د راپور جوړولو لپاره د رواني ناروغیو درملنې څانګې ته ورغلم چېرته چې د نارینوو ترڅنګ مېرمنې ان ځینې ماشومان هم راوړل شوي.
کلثوم یو له دغو ناروغانو څخه ده، چې له تېرو دوو کالو راهیسې یې رواني توازن له لاسه ورکړی او له ذهني ګډوډۍ سره مخ شوې ده.
کلثوم خپله کیسه داسې وکړه.: (( مکتب کې وم اول نمره وم، مور او پلار مې نامزاد کړم، له اول نمرګۍ هم پاتې شوم، خلکو به پېغور راکوه، له هغې وروسته رانه مکتب پاتې شو او اوس دادی هر وخت غوصه راځي به نه خبره ژړا کوم او ټوله ورځ به مې ځان سره خبرې کولې، له پخوا لږ دوا سره ښه شوې یم.))
ډاکتران وايي، بې وزلي، جګړو او غمونو په ننګرهار کې په ځانګړي ډول جګړه ځپلو ولسوالیو کې خلکو ته رواني ناروغۍ پیدا کړي، چې په یو شمېر سیمو کې یې درملنې لپاره د کافي امکاناتو نشتوالی له کبله یې شمېر زیاتېدونکی دی.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA