ads

حکمتيار: ځينې امنيتي ځواکونه د جګړې دوام غواړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په امنيتي ځواکونو کې داسې خلک شته، چې د جګړې ختمولو وړتيا او اراده نه لري او قصداً غواړي دا جګړه دوام وکړي.

نویسنده: sarwan
16 تله 1396
حکمتيار: ځينې امنيتي ځواکونه د جګړې دوام غواړي

د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي، په امنيتي ځواکونو کې داسې خلک شته، چې د جګړې ختمولو وړتيا او اراده نه لري او قصداً غواړي دا جګړه دوام وکړي.
نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ د پروان ولايت يو شمېر قومي او جهادي مشرانو سره د ليدنې په مهال وکړې.
د حزب اسلامي مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د حکمتيار له قوله راغلي، چې په هېواد کې روانه جګړه د اسلام او افغانستان په زيان ده، په دې جګړه کې يوازې افغانان وژل کېږي او کورونه يې ورانېږي.
هغه په پروان کې د يوې داسې پياوړې شورا د جوړېدو غوښتنه وکړه، چې پرېکړې يې ټولو ته د منلو وړ وي.
حکمتيار دغه ولايت د حزب اسلامي پياوړی او ډاډمن سنګر وباله او له خلکو يې وغوښتل، چې خپل يووالی وساتي، د خپلو سيمو امنيت پخپله ټينګ کړي او له خپل ځان نه د دفاع لپاره چمتووالی ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA