جمهور رئيس محمد اشرف غني تېره ورځ په کندهار نړيوال هوايي ډګر کې د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قوماندانۍ ته د بلک هاک هليکوپټرونو د سپارلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
هغه وويل، د خپلې فضا کنټرول به نور د افغان مېړنيو هوايي ځواکونو په واک کې وي او د افغانستان دښمنان به دې خاورې ته په شوم نظر ونه ګوري.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د جمهور رئيس غني له قوله راغلي، د څلور کلن امنيتي پلان هدف دا دی، چې د وسلې استعمال يوازې د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونو پورې محدود شي، ځکه دا د ولس او ديني عالمانو غوښتنه ده، چې د غير مسوول وسله وال کليمه دې نوره په افغاني فرهنګ کې نه وي.
نوموړي زياته کړه، که طالبان د حکومت او يا د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ماتولو فکر لري، نو له ذهنه دې وباسي، دوی اوس هم د انتخاب پړاو کې دي او د سولې لاس ورکوي.
بلخوا د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن د غونډې ګډونوالو ته وويل، د ترهګرۍ په ضد جګړه يوازې د افغانستان او منځني ختيځ جګړه نه ده او نه هم يوازې د القاعده، طالب او حقاني شبکې په ضد ده، بلکې دا د بشريت ضد دښمنانو خلاف جګړه ده. هغه ټينګار وکړ، دوی بايد بريالي شي او دا جګړه وګټي، ځکه دا د ټولې نړۍ لپاره مهمه ده او ګټل يې پر نړۍ ډېرې اغېزې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


