په کندهار ولايت کې د سېلاب خيريه بنسټ هغې کندهارۍ پېغلې ته د نغدي پيسو ډالۍ ورکړه، چې ټول قرانکريم يې په لاسي خامک ليکلی دی.
دغه پېغله د کندهار ښار د دې خواجه سيمې اوسېدونکې ده، چې په شاوخوا اتو کلونو کې يې قرانکريم په لاسي خامک وليکه.
د سېلاب خيريه بنسټ مشر او د کندهار ولايتي شورا وکيل سيداحمد سېلاب پرون
کليد راډيو ته وويل، چې دغه نجلۍ يوازې د کندهار لپاره نه، بلکې ټول افغانستان لپاره يو لوی وياړ دی.
سېلاب وايي، د يادې نجلۍ زيار او زحمت د ستاينې وړ دی او کوښښ به وکړي، چې د خپل توان مطابق ورسره همکاري وکړي.
د غه ۲۸ کلنه پېغله زمرُد افغان نومېږي.
زمرُد وايي، په اووه کالو او شپږو مياشتو کې يې په لاسي خامک ۳۰ سپارې قرانکريم وليکه.
افغان چې خپلې لومړنۍ زده کړې يې په خپل کور کې کړې دي، له قرانکريم سره د ځانګړې مينې په خاطر په ځانګړي ۲۷۰ متره سپين او زرغون ټوکر لومړی قرانکريم په پنسل ليکلی او وروسته يې لاسي خامک پرې کړی دی.
زمرُد افغان کليد راډيو ته وويل، چمتو ده چې خپلې کندهارۍ پېغلو او ښځو ته هم همدا هنر ور زده کړي.
د يادولو ده، چې د کندهار د مېرمنو لاسي خامک د نړۍ په کچه ارزښت لري، خو دا لومړۍ ځل دی چې يوه کندهارۍ پېغله ټول قرانکريم په لاسي خامک سره ليکي.


