غور کې وسله والو طالبانو د خپل يوه قوماندان د کورنۍ درې غړي وژلي

د غور امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو په دغه ولايت کې د خپل يوه قوماندان د کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي دي.
د غور د امنيه قوماندانۍ وياند محمد اقبال نظامي کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د تيورې ولسوالۍ په يخن عليا کلي کې رامنځته شوې ده.