د هرات او نوې ډېلي ترمنځ مستقيم پروازونه پيل شول

د لمړي ځل لپاره د هرات ولايت د هوايي ډګر څخه هند ته په مستقيم ډول پروازونه پيل شول.
د هرات ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې د يادو پروازونو څخه لومړی پرواز تېره ورځ د هرات د سيمه ييزو چارواکو او د هند د کنسلګرۍ د چارواکو په شتون سره پيل شو.