د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي

د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې اخوا څخه د درنو مرميو بريدونه شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د نازيانو ولسوالۍ پر منځ ناو او نختر ناو سيمو تېره ورځ له يوولس بجو څخه د مازديګر تر څلورو بجو پورې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د ډي سي توپ ۲۸ مرمۍ را توغول شوې دي.