ads

د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ پاکستاني ځواکونو بريدونه کړي

د ننګرهار پر نازيانو ولسوالۍ يو ځل بيا د ډيورنډ کرښې اخوا څخه د درنو مرميو بريدونه شوي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، د نازيانو ولسوالۍ پر منځ ناو او نختر ناو سيمو تېره ورځ له يوولس بجو څخه د مازديګر تر څلورو بجو پورې د ډيورنډ کرښې له پورې غاړې د ډي سي توپ ۲۸ مرمۍ را توغول شوې دي.

نویسنده: sarwan
15 تله 1396

د سرچينې په خبره، د دغو مرميو د لګېدو له کبله د اوښتو زيانونو په اړه تر دې دمه معلومات نه دي ترلاسه شوي.
د يادونې وړ ده، چې له څو اونيو راهيسې يو ځل بيا پر سرحدي ولسواليو د پاکستاني ځواکونو له لوري درنې مرمۍ را توغول کېږي، چې ډېری وخت يې خلکو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA